انصار: ( د ږوی۲۳مه)، په افغانستان کې د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزارت وايي، "ناپېژانده وسله والو" دایکندي ولایت کې یو شمېر کسان په ډزو وژلي دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع بيبيسي په استولي غږیز کلپ کې ویلي، چې وژل شوي ملکي خلک دي او دا چې د کره شمېر او د پېښې په هکله نور جزییات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.
ځايي رسنیو په دې پېښه کې د ۱۴ کسانو د وژل کېدو او ۴ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
رپوټونو کې ویل شوي چې وژل شوي کسان شیعه ګان دي.
ویل کېږي دوی په عراق کې د کربلا له زیارته د راستنو شویو کسانو بدرګې لپاره د دایکندی او غور ولایتونو ترمنځ سیمې ته تللي وو. د دغو کسانو د وژلو مسوولیت داعش خراسان څانګې منلی دی.
داعش پر خپل اړوند اعماق خبري اژانس لیکلي چې وسله والو یې ۱۵ کسان وژلي او ۶ نور ټپي کړي دي.
دې ډلې مخکې هم افغانستان کې پر شیعه مذهبو د ګڼو مرګونو بریدونو مسوولیت منلی دی.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33431